د ولسمشر دويم مرستیال سرور دانش وایي، ټاکنو کمېسیون دې د ټاکنو د پایلو داعلان په برخه کې د سیاسي ډلو او احزابو تر اغیز لاندې نه راځي. نوموړي چې نن يې په کابل کې د ولسي جرګې د پخواني غړي ، مصطفی کاظمي د وژل کېدو تلین په مناستب جوړې شوې ناستې ته خبرې کولې، له ټاکنیزو کمېسیونونو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې لومړنۍ پایلې اعلان کړي. دانش د سولې په خبرو کې د حکومت پر رول ټینګار وکړ او وې ويل، چې د حکومت له محوریت پرته د سولې خبرې پایله نه لري. دانش وایي، د سولې خبرو پرمخ وړل د سیاسي ډلو او احزابو نه ، بلکې د حکومت دنده ده.





























