د سلواکیا هیواد یوه دولتي پوهنتون پرېکړه کړې چې څه باندې سل تنه افغان محصلین چې د اعتبار وړ تحصیلي اسناد نه لري له یاد هیواد څخه وباسي. د دې پرېکړې لامل د محصلینو په تحصیلي اسنادو کې ستونزه، د اسنادو پر وخت نه رسېدل او پیچلي اداري مراحل بلل شوي دي. د سلواکیايي رسنیو د راپور له مخې، روان کال څو تنه افغان پیلوټان د تخنیکي زده کړو لپاره یاد پوهنتون ته معرفي شوي، چې معتبر اسناد یې نه درلودل. د سلواکیا د دغه دولتي پوهنتون رییس ویلي، افغان محصلین نه دي توانېدلي چې د ټاکل شویو معیارونو پراساس خپل اسناد پروخت دوی ته وسپاري. د یاد پوهنتون مسولانو د دې شمېر محصلینو د اېستل کېدو د نېټې په تړاو څه نه دي ویلی، خو وایي دغه موضوع یې له افغان حکومت سره هم شریکه کړې ده. ملي دفاع وزارت په تحصیلي اسنادو کې د دی محصلینو ستونزه نه مني او ویلي یې دي چې ستونزه د محصلینو د معرفي کېدو په فورمو کې ده چې د حل لپاره یې هڅې کیږي.





























