د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي وايي، چې له تېرو اتلسو کلونو راپدېخوا د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښتو کې یې د خپلو کورنیو غړي له لاسه ورکړي او له تاوتریخوالي ستړي شوي دي. ددې ولایت د سید آباد ولسوالۍ د کړوخېلو او یوسف خېلو په کلي کې مېشت خلک د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې سوله وکړي او په دې سیمه کې ټیکاو رامنځته کړي. د سیمې اوسېدونکي وايي، چې څو ورځې مخکې د سید آباد ولسوالۍ د ملي خېلو کلي کې یې امنیتي ځواکونو د استوګنې کورونه وران کړي دي. د راپورونو له مخې، په دغو عملیاتو کې محمود چې د خپلې کورنۍ سرپرستي یې پر غاړه درلوده، هم وژل شوی دی.





























