د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ قومي مشران وايي، که حکومت د ملکي تلفاتو مخه ونه نیسي بدې پایلې به ولري. دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې افغان او بهرنیو ځواکونو د تېرې یکشنبې په ورځ د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې پر ملکي خلکو هوايي برید وکړ چې د یوې کورنۍ شپږ غړي یې ووژل. د سیمې اوسېدونکي وايي، چې هوايي برید پر هغو کسانو شوی چې غره ته د لرګیو ټولولو پسې تللي وو. د ځاځي اریوب ولسوالۍ څخه کابل ته په اعتراض راغلي قومي مشران وايي، چې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې له هېڅ ترهګرې ډلې سره یې تړاو نه درلود. د وژل شوو کسانو د کورنۍ غړي وايي که حکومت د یادې پېښې په تړاو څېړنې ونکړي او عاملین یې د قانون منګولو ته ونه سپاري د پکتیا قومونه به په بدیلو لارو فکر وکړي.





























