د راپورونو له مخې سرچینو رسنیو ته ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت بهر ته د یو شمېر دیپلوماتانو پر تګ بندیز لګولی دی. د سرچینو په خبره بهرنیو چارو وزارت غواړي په ديپلوماتیکو ماموریتونو او ددغه مهم وزارت په اداري برخه کې اصلاحات راولي نو ځکه د یو شمېر ديپلوماتانو سفرونه ځنډول شوي دي. په دې ډله کې هغه کسان هم شامل دي چې تازه په ځینو هېوادونو کې د ديپلوماتیک ماموریت په موخه ګومارل شوي وو. بهرنیو چارو وزارت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې ددغه زوارت نوي مشرتابه ویلي وو، چې د هېواد ديپلوماتیک ماموریت پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري او دوی په پوره چټکوالي هڅه کوي د ولسمشر په لارښوونه په خپلو چارو کې اړین اصلاحات راولي.





























