د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وایي ددوی له ټینګار او هڅو سره سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون قانون ماتونې او غیر قانوني کړنو ته ادامه ورکړې ده. ددغه ټیم له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د ټاکنو خپلواک کمیسیون له تازه پرېکړې سره هم مخالف دي او د رایو په بیا شمېرنه کې ګډون نه کوي. ددوی په وینا ټاکنو کمیسیون سلګونه داسې محلونه د رایو بیا شمېرنې په پروسه کې شامل کړي چې د یادو محلونو په اړه هېڅ راز قانوني او بایومتریک اسناد نشته دي. دغه ډله وايي چې کمیسیون باید شفافیت ته ژمن وي، قانون عملي کړي او د خلکو رایو ته درناوی وکړي. ثبات او همپالنې ټیم همدا راز خبرداری ورکړی چې د خلکو له رایو ددفاع لپاره په هر ډول قانوني اقدام لاس پورې کوي.





























