د راپورونو له مخې نن سهار د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د یوې قرار ګاه مخې ته ځانمرګی برید شوی. په دغه پېښه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي. د کندهار د پولیسو ویاند رسنیو ته ویلي چې پېښه نن شنبه په شاولیکوټ ولسوالۍ کې شوې ده او یوه ځانمرګي بریدګر د پولیسو یوې قرارګاه ته څېرمه چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه. ده هم په پېښه کې د یوه کس د وژل کېدو او درېیو د ټپي کېدو خبره کړې ده. د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.





























