د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د څارونکو په حضور کې یې رایو د بیا شمېرنې او تفتیش لپاره د تخنیکي موادو بسته بندي پیل کړې ده. له یاد کمیسیونه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د وخت د کمښت له امله له څارونکو او کتونکو غواړي چې په ابلاغ شوي وخت د څارنې او کتنې لپاره حاضر واوسي. خبرپاڼه کې د یاد کمیسیون د دارالانشا د رییس حبیب الرحمن ننګ له قوله لیکل شوي، د ټاکنو کمیسیون د رهبري غړو د پرېکړې پر بنسټ یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۸۲۵۵ محلونو د رایو د بیا شمېرنې پروسه د څارونکو پر وړاندې پیل کړې ده. هغه ټینګار کړی دی چې دوی په خپل ټول توان هڅه کوي څو د ټاکنو پایلې ژر تر ژره تصویب ته چمتو او اعلان کړي. هغه دغه راز له ټولو ښکېلو لوریو په ځانګړې توګه له نوماندانو غوښتنه کړې ده چې له دې ملي پروسې سره همکار اوسي.





























