پخواني ولسمشر حامد کرزي په لغمان کې د امریکایي ځواکونو له لوري د ملکي خلکو د موټرو سوځول په کلکو ټکو غندلي دي. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، حامد کرزی دغه پېښه چې له امله یې یو شمېر ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته، ظالمانه، غیر انساني عمل، بشري ضد جنایت او له افغان ولس سره زیاتی بولي. خبرپاڼه کاږي، نوموړي د بې دفاع ملکي وګړو پر وړاندې د نظامي عملیاتو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې ده. هغه یو وار بیا پر ټولو افغانانو غږ کړی دی چې په هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره سره یو موټی شي او له سوله ییزو لارو دې روانې بې مانا او اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.





























