دوشنبه, اگست 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    برادر: د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې استانتیاوې برابرې شوي

    زابل کې د کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې د درملو جوړولو ستره فابریکه پرانیستل شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    برادر: د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې استانتیاوې برابرې شوي

    زابل کې د کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې د درملو جوړولو ستره فابریکه پرانیستل شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د رایو د بیاشمېرنې بهیر؛ دریو ټاکنیزو ډلو د رایو د بیاشمېرنې له بهیر سره پرېکون اعلان کړی

نوومبر 10, 2019
in افغانستان
0 0

سره له دې چې د ټاکنو کمېسیون له څو پر له پسې وخت تلفۍ وروسته، د رایو بیاشمېرنه او تفتیش پيل کړی، خو ټاکنیز ټیمونه د کمېسیون دغه کار غیر قانوني بولي. دوی وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید په لومړي ګام کې د ټولو رایو سقف معلوم کړي او تر هغه وروسته دې په قانوني توګه د ځینو رایو تفتیش پیل کړي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره ورځ په څلور دېرشو ولایتونو کې تر اته زره د ډېرو محلونو د رایو بیاشمېرنه پیل کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ان تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ ویلي وو، چې د ځینو محلونو رایې به بیا شمېري، خو دغه پروسه ایله پرون پيل شوه. د ټاکنو خپلواک کمېسیون په اعلامیه کې راغلي چې د ټاکنیزو ډلو او نړیوالو ناظرینو په حضور کې په ۳۴ ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه پيل شوې ده او په دې کې به د ځینو محلونو رایې تفتیش شي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ وایي، چې په دې پروسه کې به د ۸۲۵۵ محلونو د رایو بیاشمېرنه کېږي. ننګ وايي: ((د کمېسیون د غړو د پرېکړې پر بنسټ، د ۸۲۵۵ ټاکنیزو محلونو رایې په ۳۴ ولایتونو کې بیا شمېرل کېږي)).

د ده په خبره، د رایو د بیاشمېرنې بهیر د لوایحو، کړنلارو او قوانینو په رڼا کې پیل شوی او موخه یې هم د شفافیت تامین او د خلکو رایو ته درناوی دی. نوموړي بیا هم ټینګار کړی چې لومړنۍ پایلې به په ټاکلې نېټه اعلانېږي او دوی په پوره چټکتیا کار کوي، څو له مهالوېش سره سم مخ ته لاړ شي. ننګ د ټاکنیزې پروسې له ټولو دخیلو اړخونو په تېره له نوماندانو غوښتي، چې په دې پروسه کې پوره همکاري وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوس په ۳۴ ولایتونو کې د ځینو مرکزونو د رایو بیاشمېرنې پروسه پيل کړې ده. د کمېسیون په اعلامیه کې راغلي: ((د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش لپاره د تخنیکي موادو بسته بندي، د څارونکو او کتونکو په حضور کې پیل کړې ده)).

بلخوا د ټاکنو کمېسیون دغه پرېکړه د ټاکنیزو ډلو له غبرګون سره مخ شوې ده او تر پرونه دریو ټاکنیزو ډلو له دې بهیر سره پرېکون اعلان کړی دی. دغه ټاکنیزې ډلې په اوسنیو شرایطو کې د رایو بیاشمېرنه غیر قانوني بولي او خپل ناظرین یې له دې بهیر وربللي دي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي، د باطلو رایو تر مشخصولو او د رایو د سقف تر معلومولو مخکې، د هر محل د رایو تصفیه کولو بهیر پیل شوی چې دا یو غیر قانوني اقدام دی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید قانون ماتونې ته د پای ټکی کېږدي. د دغه ټاکنیز ټیم په اعلامیه کې راغلي: ((کمېسیون دا پرېکړه داسې مهال کړې چې تکراري رایې، هغه رایې چې د ټاکنو د پيل او پای تر وخت مخکې او وروسته کارول شوې او همدا راز تقلبي رایې تر اوسه نه دي تصفیه شوې. د دې تر څنګ، ۲۴۳۲ داسې محلونه هم شته چې تر اوسه یې هېڅوک د موجودیت په اړه معلومات نه لري، هېڅ ډول بایومټریک معلومات یې په اړه نشته، خو د کمېسیون د تازه پرېکړې په اساس بیا شمېرل کېږي)).

د ثبات او همپالنې ټیم له همدې امله د رایو د بیاشمېرنې له بهیر سره پرېکون اعلان کړی او له کمېسیون غواړي چې تر هر څه وړاندې ديې یاد شوي موارد روښانه کړي او بیا دې د رایو بیاشمېرنې او تفتیش ته مخه کړي.

د نوماندانو شورا هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه کار غیر قانوني بللی دی. د رحمت الله نبیل او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ ټاکنیزو ډلو هم د ثبات او همپالنې ډلې په څېر د رایو د بیاشمېرنې له بهیر سره پرېکون کړی دی.

بلخوا د ولسمشر غني په مشرۍ دولت ساز ټیم ویلي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له اقداماتو ملاتړ کوي. دغه ټاکنیزې ډلې په تازه اعلامیه کې ویلي چې ټاکنیزې ډلې دې په غیر قانوني توګه د ثبوت له موجودیت پرته څرګندونې نه کوي او قوانینو ته دې درناوی وکړي. دوی له ټاکنیزو ډلو غوښتي چې د کمېسیون پرېکړو ته درناوی ولري.

Tags: featured
Share10Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د ايران مذهبي مشر مجتبی حسیني له ولسمشر پزشکيان سره پر اقتصادي او پوځي چارو خبرې کړي

اگست 10, 2026
President Donald Trump boards Air Force One at Morristown Airport, Sunday, Aug. 9, 2026, in Morristown, N.J. (AP Photo/Julia Demaree Nikhinson)

ډونالډ ټرمپ: امريکا په نرمې رويې د ايران مسئلې د هواري هڅې کوي

اگست 10, 2026
Japanese Prime Minister Sanae TAKAICHI meets representatives of atomic bomb survivors' groups and other organizations in Nagasaki City, Nagasaki Prefecture, Japan, on August 9, 2026, the 81st anniversary of the U.S. atomic bombing of Nagasaki. The United States dropped the plutonium atomic bomb "Fat Man" on Nagasaki at 11:02 a.m. on August 9, 1945, killing an estimated 74,000 people by the end of that year. ( The Yomiuri Shimbun via AP Images )

تاکایچي سانای يو ځل بيا د بې اټومي وسلو د درېو اصولو په اړه مبهمې څرګندونې کړي

اگست 10, 2026

د اسرائيل خبري رسنۍ: نيتانياهو د غزې له ځينو سيمو د ځواکونو په ايستلو پېښېمانه شوی

اگست 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In