سیګار وایي افغان حکومت د نشه يي توکو لوی قاچاق کوونکي او کاروباریان نه نیسي. سیګار یا د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا ځانګړې څارونکې اداره وایي، سره له دې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې جدي مبارزې ته اړتیا ده خو افغان حکومت د نشه يي توکو ستر قاچاق کوونکي او کاروباریان نه نیسي. د سرچینې په خبره د کورنیو چارو وزارت په رهبرۍ کې بدلون دغه مبارزه خورا ټکنۍ کړې ده. سیګار دا ادعا هم کړې چې ځینې لوړپوړي افغان چارواکي هم د نشه يي توکو په کاروبار کې لاس لري. سیګار د امریکا ددفاع وزارت له قوله دا هم ویلي چې افغان ځواکونه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري او د بهرنیو ځواکونو مرستې ته اړ نه دي. له همدې امله دغه اداره تور لګوي چې دغه ځواکونه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري خو د پام وړ اقدامات نه ترسره کوي. د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې دوی په خپلو چارو کې بریالي دي او زرګونه قاچاق کوونکي یې تر دې دمه د قانون منګولو ته سپارلي دي.