د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي، د باطلو رایو تر مشخصولو مخکې، د هر محل د رایو تصفیه کولو بهیر پیل شوی چې دا یو غیر قانوني اقدام دی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید قانون ماتونې ته د پای ټکی کېږدي. ډاکټر عبدالله عبدالله د لویې جرګې په خېمه کې د خپلو پلویانو غونډې ته د خبرو پرمهال وویل، له ټاکنو کمیسیون څخه غیر قانوني غوښتنې نه لري او نه به هم ددې کمیسیون ناقانونه کړنو ته اجازه ورکړي. عبدالله وویل، د ثبات او همپالنې ټیم له همدې امله د رایو د بیاشمېرنې له بهیر سره پرېکون اعلان کړی او له کمېسیون غواړي چې تر هر څه وړاندې باید ځینې موارد روښانه کړي او بیا دې د رایو بیاشمېرنې او تفتیش پیل کړي.





























