د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په اوسني ښوونیز نصاب کې د مضامینو شمېر زیات دی او په یو شمېر کتابونو کې تېروتنې هم شته. چارواکي وايي اوس اړتیا ده چې نوی او عصري ښوونیز نصاب جوړ شي. ټاکل شوې چې پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب د اصلاح کولو په موخه له ښوونکو، د زده کوونکو د کورنیو له غړو او ځینو نورو بنسټونو سره ګډه غونډه جوړه کړي. د پوهنې وزارت ویاندې نوریه نزهت ویلي، دوی به د نږدې څلور سوه کسانو په ګډون یوه لویه غونډه جوړه کړي او د ټولو اړخونو نظرونه به واخیستل شي. نزهت د نصاب د بدلون په اړه ویلي، په پخواني هغې کې املايي تېروتنې وې او دغه راز یې منځپانګه کې ستونزې وه، نو ځکه یې اړتیا ولیده چې نصاب باید بدلون ومومي چې ورسره به د ښوونځیو ځینې مضمونونه یو له بل سره مدغم او په ټوله کې به د مضمونونو شمېر هم کم شي.





























