د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي دوی د قانون پر بنسټ خپلې چارې مخ ته وړي. ددغه کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات د رایود بیا شمېرنې له پروسې سره د یو شمېر ټاکنیزو ډلو د پرېکون په اړه ویلي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټولې چارې د قانون په رڼا کې مخ ته وړي او ټاکنیزو ډلو ته په کار ده چې په دې پروسه کې له دوی سره همکاري وکړي. دده په خبره کمیسیون دمګړی د ناظرو بنسټونو، نوماندانو د استازو او نړیوالو ناظرینو په حضور کې د رایې بیا شمېرنه پيل کړې ده او هر څه په قانوني توګه مخ ته ځي. د ټاکنو کمیسیون پرېکړه کړې چې د څه باندې اته زره محلونو رایې له سره وشماري خو د ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل او عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنیزو ډلو له دغه پروسې سره پرېکون کړی دی او د رایو بیا شمېرنه یې په اوسنیو شرایطو کې غیر قانوني اقدام بللی دی.





























