د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار د یو تازه راپور په خپرولو سره ویلي چې امریکا له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې نشه یي توکو سره پر مبارزې ۸.۹۴ میلیارده ډالر لګولي دي. راپور کې ادعا شوې ده چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې د ناقانونه نشه یي توکو ارزښت ددغه هېواد د قانوني صادراتو د تولید په پرتله زیات و. راپور کاږي، افغانستان د کوکنارو د کرکېلي له ۲۰ سلنه کموالي سره سره له ۱۹۹۴ کال راپدېخوا په نړۍ کې د نشه یي توکو د تولیدونکو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی. راپور کې راغلي، د کوکنارو د کښت کموالي لامل هم د باران نشتوالی و نه له نشه یي توکو سره د مبارزې له امله. راپور کې راغلي هغه کسان چې د کوکنارو کښت او تجارت کې لاس لري شمېر یې تر ټولو امنیتي سرتېرو ډېر دی. خو د هېواد کورنیو چارو وزارت بیا دا راپور رد کړی دی او زیاته کړې یې ده چې یاد راپور کې د دې پدیدې پر اصلي جرړو بحث نه دی شوی.