مشرانو جرګه وايي د ټاکنو خپلواک کمیسیون دې لومړنۍ پایلې په ټاکلې نېټه اعلان کړي. د مشرانو جرګې غړو په پرونۍ غونډه کې ویلي چې افغانستان په حساس وضعیت کې دی نو ژر تر ژره یوه منتخب او قانوني حکومت ته باید لار خلاصه کړل شي. ددوی په خبره په انتخاباتي منډو ترړو کې وضعیت ګډوډ شوی، نا امني پراخه شوې، د ترهګرو ډلو فعالیتونه ډېر شوي نو د ټاکنو د پایلو له اعلان سره سم باید نوی حکومت وضعیت کنټرول کړي. دوی د ټاکنو پر کمیسیون غږ کړی چې د هېواد وضعیت دې تر دې نور نه ترینګلی کوي او په ټاکل شوې نېټه دې ژر تر ژره پایلې اعلان کړي. په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغانستان ټاکنې جنجالي شوې دي. ډاکټر عبدالله عبدالله بیا هم خبرداری ورکړی چې پایلې نه مني او که بحران رامنځ ته کېږي مسوول یې ولسمشر غني دی.





























