د ثبات او همپالنې ټیم نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي، د رایو د بیاشمېرنې بهیر دې ودرول شي او په خبره یې، په اوسنۍ بڼه د ټاکنو پایلې ورته د منلو نه دي. وروسته له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د څه باندې اتو زرو محلونو د رایو د بیاشمېرنې بهیر پیل کړ، د ثبات او همپالنې ټیم غبرګون وښود او دغه بهیر یې غیر قانوني وباله. له دې سره جوخت یاد ټاکنیز ټیم تېره ورځ غونډه درلوده او په هغه کې یې وویل، چې په اوسنۍ بڼه د ټاکنو پایلې ورته د منلو نه دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره اونۍ پرېکړه وکړه چې د څه باندې اتو زرو مرکزونو رایې به له سره شمېرل کېږي. دغه بهیر وړمه ورځ (شنبه) پیل شوی دی او د ۳۰ نړیوالو او ملي بنسټونو او ټاکنیزو ناظرینو په حضور کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه کېږي. خو له دې سره جوخت، د ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل او ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنیزو ډلو د رایو د بیاشمېرنې له بهیر سره پرېکون اعلان کړی دی.
د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې تېره ورځ یوه غونډه جوړه کړې وه او نوموړي خپلو پلویانو ته وویل چې د دوی له رایو به دفاع کوي. ډاکټر عبدالله د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږ وکړ چې د رایو د بیاشمېرنې بهیر ودروي او په هېواد کې دې د بحران رامنځ ته کولو ته لار نه هواروي. د ده په خبره، که یې کمېسیون څرګندونو ته ارزښت ور نه کړي، نو دوی به اړ شي چې پر نورو لارو چارو فکر وکړي. عبدالله زیاتوي چې د کمېسیون اوسنۍ کړنې غیر قانوني دي او دوی ته غیر قانوني فعالیتونه د منلو وړ نه دي. هغه همدا راز ګواښ وکړ چې په اوسنۍ بڼه که کار مخ ته ځي او د ټاکنو پایلې اعلانېږي؛ نو ده ته د منلو وړ نه دي.
عبدالله عبدالله تېره ورځ د لویې جرګې په تالار کې د وینا پر مهال له خپلو ناظرینو هم وغوښتل چې د رایو د بیاشمېرنې په پروسه کې له نظارت او ګډون ډډه وکړي. نوموړي وویل: «زموږ څارونکو په بیاشمېرنې کې ګډون نه دی کړی، موږ اعلامیه خپره کړې، کمېسیون ته مو ورکړې، کله چې زموږ څارونکي نظارت ونه کړي، نو د قانوني اعتراض له مخې موږ وایو چې له قانون او طرزالعملونو تخلف شوی، نو بیا هغه نتایج مشروعیت نه لري، کمېسیون دې د قانون له مخې په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي».
عبدالله عبدالله دغه شان وویل چې د هغو ۳۰۰ زرو رایو برخلیک چې د نوموړي په خبره غیر معتبرې دي او له وخته مخکې او وروسته کارول شوې، هم باید روښانه شي. عبدالله خبرداری ورکړ، که یې غوښتنې ونه منل شي، پر نورو سوله ییزو اقداماتو به غور وکړي. عبدالله وویل «په هېواد کې د کړکېچ پلوی نه دی او که بحران رامنځته کېږي، مسوولیت به یې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم پرغاړه وي».
بلخوا د ولسمشر غني په مشرۍ ټاکنیز ټیم او د دغه ټیم لومړي مرستیال د عبدالله عبدالله پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی. دوی له نوموړي غوښتي چې قوانینو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړو ته درناوی وکړي او په دې توګه په هېواد کې د ګډوډیو او بې نظمیو له جوړولو لاس واخلي. د دغه ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امر الله صالح ویلي، دوی قوانینو ته ژمن دي او په پوره ژمنتیا د کمېسیون د پرېکړې درناوی کوي.
بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي چې د دوی فعالیتونه او اقدامات قانوني دي او ټاکنیز ټیمونه باید همکاري ورسره وکړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات ویلي چې د خلکو رایو ته درناوی لري او په خبره یې په ۳۴ ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه پيل شوې چې نړیوال او داخلي ناظرین هم پکې حاضر دي، نو ځکه یې فعالیتونه او اقدامات قانوني بڼه لري.





























