د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار وايي چې د ولسمشر غني په مشرۍ حاکم ټیم په ټاکنو کې پراخه درغلي کړې ده. نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې په لومړي سر کې د رایو شمېر ۲،۷ میلیونه ښودل شوی و، خو وروسته دا شمېره راکمه شوه چې تقلبي رایې ترې و ایستل شوې. دده په خبره ددوی د معلوماتو له مخې د ۲،۷ میلیونه رایو له ډلې ۱،۲ میلیونه یې تقلبي او بې بایومتریکه وې، چې ددغه رایو بیا شمېرنه پيل شوې ده. نوموړي همدا راز ویلي چې د کمیسیون له لوري د څه باندې اته زره محلونو د رایو بیا شمېرنه د قانون خلاف ده او په خبره یې د رایو بیا شمېرنه باید د ټولو نوماندانو په خوښه او ددوی د ناظرینو په حضور کې ترسره شي. حکمتیار وايي چې دمګړی ۴۴ سلنه رایې تقلبي دي او په خبره یې هېڅ هغه رایه د منلو نه ده چې په اړه یې بایومتریک اسناد نه دي موجود. تر حکمتیار وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله هم ویلي وو، چې کمیسیون خپلې چارې په سمه توګه مخ ته نه وړي او اقدامات یې غیر قانوني دي. دده په خبره د ټاکنو پایلې نه مني او که بحران رامنځ ته کېږي مسوول به یې ولسمشر غني وي.





























