ملګرو ملتونو د ټاکنو کمیسیون د یوه کمیشنر له بد چلند شکایت کړی دی. د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یاماموتو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته یو لیک استولی او په هغه کې یې ددغه کمیسیون د یوه کمیشنر مولانا عبدالله له بد چلند شکایت کړی دی. نوموړي له حوا علم نورستانۍ غوښتي چې د ټاکنو کمیسیون له کارکوونکو سره د مولانا عبدالله د بد چلند په اړه دوی ته وضاحت ورکړي. د یوناما مشر ویلي دوی د ټاکنو کمیسیون له فعالیتونو ملاتړ کوي او د هر هغه منفي اقدام مخنیوی کوي چې په دغه کمیسیون کې د ګډوډۍ سبب ګرځي. تادامیچي په دغه لیک کې ویلي چې مولانا عبدالله د ټاکنو کمیسیون د ډېټابیس مسوول بشیر علي ښکنځلی او په مرګ یې ګواښلی دی.





























