د سټار اینډ سپرایپس مجلې لیکلي چې امریکا افغانستان ته د جګړې لپاره تر ټولو سترې او په لایزري وسلو سمبال پوځي الوتکې استولې دي. د یادې مجلې د راپور له مخې، دا الوتکې ګوسټ رایډرز نومېږي او د مخالفینو پر ضد عملیاتو کې تر اوسه بریالۍ دي. راپور کاږي، دا الوتکې هره شپه د افغان خاورې پر حریم پروازونه کوي. یادې الوتکې ته دغه راز د اسماني اروا نوم هم ورکړل شوی دی او د امریکایي چارواکو په وینا پر طالبانو د بریدونو د زیاتېدو حکم تر صادرېدو وروسته افغانستان ته د عملیاتو لپاره رااستول شوې دي. امریکا دا الوتکې وروسته تر هغه افغانستان ته رالېږي چې یاد هېواد تېر کال په افغانستان کې د بمونو مور په نوم تر ټولو ستر بم وکارواه او دغه راز په دې وروستیو کې یې خلک له هوایي بمباریو هم سخت په تنګ راغلي دي.





























