په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، ټاکنو کمیسیون د رایو شمېرنې او مهالوېش اعلانولو په برخه کې له مدیریتي ننګونو سره مخ دی. یوناما ټینګار کړی دی چې دوی د یاد کمیسیون له کارکوونکو سره مرستې او همکارۍ ته ژمن دي او په دې برخه کې به اړینې مشورې ورسره شریکې کړي څو د پاکو رایو پر بنسټ رڼې پایلې اعلان کړي. د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي، د ټاکنیزو اصولو پیروي، د شفافیت په پام کې نیول، پر ټاکلې نیټې د پایلو اعلانول هغه څه دي چې دوی یې کلک ملاتړ کوي. د یادونې ده چې نن ورځ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یاماموتو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته یو لیک استولی او په هغه کې یې ددغه کمیسیون د یوه کمیشنر مولانا عبدالله له بد چلند شکایت کړی دی.





























