ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل وایي، په تېرو ټاکنو کې له ۴۴ تر ۴۸ سلنې رایو کې درغلي شوې ده، او دا ښکاره کوي چې دغه درغلۍ سیستماتیکې وې. هغه د ګڼو تورونو ترڅنګ دولت ساز ټیم ته په اشارې وویل، اوسني حکومت تر ټاکنو مخکې لا د درغلۍ پلان درلود او په همدې نیت یې بیت المال لوټ کړی او له هغو یې د خپلو شخصي منافعو لپاره ګټه اخیستې ده. نبیل وایي، حکومت هڅه کوي پر ټاکنو کمیسیون د فشارونو له لارې ناپاکې رایې حساب او سیسټم ته داخلې کړي. هغه زیاته کړې، د شرم ځای دی چې یو څوک د ټولو دولتي امکاناتو درلود سره سره، درغلیو ته سترګې په لاره وي او په خبره یې، د درغلیو له لارې واک ته رسېدل هېواد له مطلق بحران سره مخ کوي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام وویل، دولت ساز ټیم له لویې څارنوالۍ څخه غوښتنه کړې چې یو شمېر کسانو ته دوسیې جوړې کړي. نبیل دغه راز زیاته کړې، پر نورو بحرانونو د ټاکنیز بحران ورګډېدل، افغانستان له پریکنده ماتې سره مخ کوي. هغه پر نړیوالو هم غږ وکړ چې باید درغلیو ته مشروعیت ورنکړي ځکه چې په وینا یې، دوی به خپلو ځینو ملګرو ته ګټه ورسوي، خو د افغانستان له خلکو سره به ستره جفا وکړي.





























