د ټاکنو کمیسیون غړي مولانا عبدالله د یوناما له لوري پر نوموړي د لګېدلو تورونو غبرګون کې ویلي، یاد سازمان دې د هغو خلکو او چینلونو خبرې نه مني چې ځینې خاصو ټیمونو ته کار کوي. هغه وویل، هغه ادعاوې چې ګوندې، ده دې کوم چا ته د قوم او مذهب سپکاوی کړی وي دروغ دي او په هیڅ صورت د منلو نه دي. نوموړي دغه راز له یوناما څخه غوښتنه کړې ده چې معلومات تر تحلیل او څېړنې وروسته خپاره کړي، ځکه چې په وینا یې دا یو تور دی او دی چمتو دی د دغو تورونو په اړه ټولو قانوني مراجعو ته سپیناوی ورکړي. مولانا عبدالله د خپلو خبرو پر دوام وویل، دا تورونه باید وڅېړل شي او که چېرته داسې ونه شي، نو دی به یې خپله د څېړلو لپاره لاس په کار شي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې یوناما د یو لیک له لارې ټاکنو کمیسیون ته د نوموړي له بد چلنده شکایت کړی دی.





























