دوشنبه, اگست 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    برادر: د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې استانتیاوې برابرې شوي

    زابل کې د کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې د درملو جوړولو ستره فابریکه پرانیستل شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    برادر: د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې استانتیاوې برابرې شوي

    زابل کې د کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې د درملو جوړولو ستره فابریکه پرانیستل شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

دوې ورځې د پایلو تر اعلان پورې؛ د ټاکنیزو ټیمونو او ټاکنو خپلواک کمېسیون ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي

نوومبر 12, 2019
in افغانستان
0 0

سره له دې چې د لومړنیو پایلو اعلان ته دوې ورځې پاتې دي، د نوماندانو او کمېسیون ترمنځ تازه ناندرۍ پیل شوې دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه پيل کړې ده، خو ځینو نوماندانو او د نوماندانو شورا له دغه بهیر سره پرېکون اعلان کړی دی. تېره ورځ هم ځینو نوماندانو خبري کنفرانسونه لرل او په هغه کې یې تور پورې کړ چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده او کمېسیون باید شفافیت ته ژمن وي. دوی د دویم پړاو ټاکنو د تر سره کېدو او همدا راز د موقت حکومت د جوړېدو وړاندیزونه هم کړي دي.

د شنبې په ورځ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه پيل شوه، خو له وړمې ورځې راهیسې ډېرو نوماندانو له دې بهیر سره پرېکون اعلان کړی دی. وړمه ورځ د ثبات او همپالنې ټیم او پرون بیا څو نورو ټاکنیزو ټیمونو خبري کنفرانسونه لرل او دغه بهیر یې غیر قانوني وباله. د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار پرون تور پورې کړ چې حاکم ټیم پراخه درغلي کړې ده او د ټاکنو کمېسیون مامورین شفافیت ته ژمن نه دي. د ده په خبره، سلګونه داسې محلونه شته چې په اړه یې هېڅ راز اسناد نشته، خو کمېسیون د هغو رایې باوري کوي او غواړي د یوه خاص نوماند په ګټه یې په حساب کې راولي. د ده په خبره، په اوسنیو موجودو رایو کې ۴۴ سلنه یې باطلې دي چې باید له پاکو رایو بېلې کړل شي.

ګلبدین وايي، په پاکو رایو کې ۱.۲ میلیونه رایې باطلې دي او که دا رایې د ناپاکو رایو له ډلې بېلېږي، نو د تقلبي رایو شمېره ۴۴ سلنې ته رسېږي. هغه زیاتوي، اوس جنجال د ۳۰۰ زره رایو پر سره دی چې ټول نوماندان هغه غیر قانوني بولي، خو د ولسمشر غني ټاکنیزه ډله یې باوري او پاکې رایې بولي. حکمتیار وايي: ((ټول نوماندان وايي چې دا ۳۰۰ زره رایې باطلې، غیر قانوني او بې بایومټریکه دي، خو د ولسمشر غني ډله یې پاکې بولي، ځکه د ده په ګټه صندوق ته لوېدلې دي. دا رایې یا د ټاکنو تر وخت مخکې او یا وروسته صندوقونو ته په غیر قانوني توګه اچول شوې دي)).

حکمتیار دغه راز وایي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د رایو شفافیت ته ژمن وي او هغه رایې وشماري چې د ټولو نوماندانو توافق ورباندې موجود وي. حکمتیار دا هم وایي چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ نوماند بریالی نه دی، نو دویم پړاو ټاکنې دې یو موقت حکومت تر سره کړي. هغه زیاتوي: ((دویم پړاو ټاکنې دې وشي، خو یو موقت حکومت باید دا ټاکنې تر سره کړي. داسې یو حکومت چې مشر یې نوماند نه وي او له کوم نوماند سره خواخوږي ونه لري)).

بل لورته بیا د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا هم د ټاکنو د بحراني کېدو په صورت کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو د استعفا غوښتنه کړې. ولسمشرۍ ته نوماند او د دې شورا یوه غړي احمد ضیا مسعود ویلي، دوی غواړي چې په ټاکنو کې درغلي کوونکي کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي. مسعود وايي: ((د یو میلیون رایو تقلب چا وکړ، هغه مهال چې یو شخص یو میلیون رایې یا سل زره رایې تقلب کوي، فساد یې کړی او که نه، مجرم دی او که نه، د خلکو د رایو او راتلوونکې غل دی او که نه؟)).

بلخوا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل هم ویلي چې له ۴۴ تر ۴۸ سلنې رایې تقلبي دي او کمېسیون مجبور دی چې یوازې شفافې او پاکې رایې حساب کړي. ده ټینګار کړی چې حکومتي کړۍ هڅه کوي پر کمېسیون فشار راوړي، څو ناپاکې رایې سیسټم ته د ننه کړي او د یوه خاص ټیم په ګټه یې وکاروي.

بلخوا یوناما هم په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ټاکنو کمېسیون له ننګونو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر په خبره، ټاکنو کمېسیون د مهالوېش د عملي کولو او ځینو نورو مواردو له اړخه له ننګونو سره مخ دی، خو دوی ژمن دي چې له دغه کمېسیون سره همکاریو ته ادامه ورکړي.

Tags: featured
Share13Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د ايران مذهبي مشر مجتبی حسیني له ولسمشر پزشکيان سره پر اقتصادي او پوځي چارو خبرې کړي

اگست 10, 2026
President Donald Trump boards Air Force One at Morristown Airport, Sunday, Aug. 9, 2026, in Morristown, N.J. (AP Photo/Julia Demaree Nikhinson)

ډونالډ ټرمپ: امريکا په نرمې رويې د ايران مسئلې د هواري هڅې کوي

اگست 10, 2026
Japanese Prime Minister Sanae TAKAICHI meets representatives of atomic bomb survivors' groups and other organizations in Nagasaki City, Nagasaki Prefecture, Japan, on August 9, 2026, the 81st anniversary of the U.S. atomic bombing of Nagasaki. The United States dropped the plutonium atomic bomb "Fat Man" on Nagasaki at 11:02 a.m. on August 9, 1945, killing an estimated 74,000 people by the end of that year. ( The Yomiuri Shimbun via AP Images )

تاکایچي سانای يو ځل بيا د بې اټومي وسلو د درېو اصولو په اړه مبهمې څرګندونې کړي

اگست 10, 2026

د اسرائيل خبري رسنۍ: نيتانياهو د غزې له ځينو سيمو د ځواکونو په ايستلو پېښېمانه شوی

اگست 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In