د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي دوی د هېچا تر فشار لاندې نه دي او د خلکو له رایو دفاع کوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې دوی د مهالوېش له مخې چارې مخ ته وړي او هڅه کوي د خلکو له پاکو رایو دفاع وکړي. د کمیسیون رییسې حوا علم نورستانۍ په خبري غونډه کې وویل، کمیسیون د هېچا تر فشار لاندې نه دی او په پوره خپلواکۍ د خلکو د رایو پر اساس پایله اعلانوي. نورستانۍ دا و نه ویل چې لومړنۍ پایلې به په ټاکلې نېټه اعلان کړی شي که نه، خو ټینګار کوي چې کارونه یې د مهالوېش پر بنسټ مخ ته روان دي. نوموړې پر دې هم ټینګار کړی چې یوازې او یوازې بایومتریک شوې او باوري رایې دوی ته منلو وړ دي او ټولې ناپاکې رایې به باطلې اعلانوي.





























