روسیه له تاجکستان سره د پولو په ساتنه کې مرسته کوي. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې روسیې له تاجکستان سره ژمنه کړې چې ددغه هېواد د پولو په ساتنه کې به همکاري کوي او دغه هېواد ته هوايي او ځمکني نظامي تجهیزات ورکوي. روسي چارواکو ویلي دوی تیار دي چې له افغانستان سره د تاجکستان پر پوله هوایي ګزمې ډېرې کړي او دغه راز د امنیت د تامین لپاره د تاجکستان پوځ ته مهم کشفي او نور نظامي تجهیزات ورکړي. روسیې وروسته له دې دغه اقدام کړی چې څو ورځې وړاندې داعش وسله والو پر تاجکستاني عسکرو برید وکړ. تاجکستان ادعا کوي چې دغه وسله وال له افغان لوري ور اوښتي وو. روسیې بیا ویلي چې د تاجکستان د پولو په امنیت کې به له هېڅ راز همکارۍ ډډه و نه کړي او ددغه هېواد له پوځ به هم خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.





























