افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې یوې خبري غونډې ته له بګرام زندانه په مشروط ډول د طالبانو د درېیو غړو حاجي مالي خان، عبد الرشید او انس حقاني د خوشي کولو اعلان وکړ. ولسمشر غني وویلي، د افغانستان له نړیوالو شریکانو، په تېره له امریکا سره له نژدې او هر اړخیزې مشورې وروسته، له طالبانو سره مخامخ خبرو ته د زمینې برابرولو لپاره په مشروط ډول د طالبانو د درېیو کسانو د خوشي کولو پرېکړه شوې ده. ولسمشر دا هم وویل، چې په ۲۰۱۶ کال له کابله د افغانستان امریکايي پوهنتون د تښتول شویو استادانو په موندلو کې یې هڅې بې پایلې شوې دي نو ځکه یې دې سختې پرېکړې ته غاړه اېښې ده. ولسمشر غني وویل، ددغو دوو بهرنیو استادانو خوشي کېدل له طالبانو سره په نا مستقیمو خبرو کې زموږ د اساسي غوښتنو یوه برخه وه. د افغانستان د ملي امنیت ادارې د ۲۰۱۴ کال اکتوبر کې وویل، د حقانی شبکې دویم مهم مشر انس حقاني یې نیولی دی. انس حقاني د جلال الدین حقانی زوی دی چې د حقاني شبکې بنسټګر و او د دغې شبکې د اوسني مشر سراج الدین حقاني ناسکه ورور دی.





























