د سرپل ولایت، بلخاب ولسوالي په شیګي کوتل سیمه کې د یو مسافر وړونکي موټر چپه کېدو له امله اته تنه مړه شوي او اووه نور ټپیان دي. د یاد ولایت د ولایتي شورا غړي، محمد حسین مجاهد زاده وویل، دا فلانکوچ موټر نن وروسته له غرمې د یاد ولایت په شیګي کوتل سیمه کې له سړکه اوښتی او له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده. د هغه په خبره، په دې پېښه کې د دوو ښځو او شپږ سړو په ګډون اته تنه مړه شوي، یو ماشوم، درې ښځې او درې نارینه ټپیان شوي دي. د مجاهد زاده په وینا، یو ماشوم تر اوسه تری تم دی چې په خبره یې ښایي سړک ته څېرمه سیند ته غورځېدلی وي. هغه د پېښې لامل د سړک خرابوالی او د موټرچلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.





























