د طالبانو او امریکا ترمنځ د یوې پټې معاملې او هوکړې له مخې، پرون د دغه ډلې دری مهم زندانیان د افغان حکومت له زندانه خوشي او دوحې ته ولېږل شول. د راپورونو له مخې، د دریو مهمو طالب زندانیانو د خوشي کولو هوکړه څو ورځې وړاندې د زلمي خلیلزاد او طالب لوري تر منځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوې وه. طالبان د دغو دریو زندانیانو په بدل کې لس افغان سرتېري او د امریکايي پوهنتون دوه بهرني استادان خوشي کوي.
سره له دې چې افغان حکومت په ځلونو له زندانه د انس حقاني خوشي کول د ځان لپاره سره کرښه بللې وه، خو بالاخره دغه کس د امریکا او طالبانو د یوې پټې معاملې په لړ کې له زندانه ازاد شو. ولسمشر غني تېره ورځ پر همدې مسئله خبري کنفرانس درلود، خو سرچینې وایي چې دغه کسان د امریکا او طالبانو د هوکړې په پایله کې ازاد شوي دي او ولسمشر غني یوازې غوښتل دغه خبر له ولس سره شریک کړي.
وړمه ورځ یوې باوري سرچینې مسیر ورځپاڼې ته وویل چې انس حقاني، د سراج الدین حقاني ماما، مالي خان ځدران او د طالبانو د قطر دفتر د غړي محمد نبي عمري ورور قاري عبدالرشید عمري د امریکايي پوهنتون له استادانو سره تبادله کیږي. خو د افغان حکومت ویاندویانو دا خبر رد کړ، تر دې چې پرون ولسمشر غني په رسمي توګه په یوه خبري غونډه کې دغه تبادله تایید کړه. سرچینې دا هم ویلي وو چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د دې تبادلې توافقنامه څو ورځې مخکې له طالبانو سره په دوحه کې لاسليک کړې وه. طالبان په تبادله کې د امریکايي پوهنتون د استادانو تر څنګ، لس افغان سرتېري هم خوشي کوي.
خو ولسمشر غني پرون وویل چې دغه کسان په مشروط ډول له زندانه ازادېږي او افغان حکومت غواړي په دې توګه د سولې لپاره خپل ښه نیت ثابت کړي. د غني په خبره، د دغو دوو بهرنیو استادانو خوشي کېدل له طالبانو سره په نامستقیمو خبرو کې د افغان حکومت د اساسي غوښتنو یوه برخه وه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته له بګرام زندانه په مشروط ډول د طالبانو د دریو غړو حاجي مالي خان، عبدالرشید او انس حقاني د خوشي کولو اعلان وکړ. ولسمشر غني وویل: ((د افغانستان له نړیوالو شریکانو، په تېره له امریکا سره له نژدې او هر اړخیزې مشورې وروسته، له طالبانو سره مخامخ خبرو ته د زمینې برابرولو لپاره په مشروط ډول د طالبانو د دریو کسانو د خوشي کولو پرېکړه وشوه)).
اشرف غني وویل، په بګرام زندان کې د افغان دولت تر څارنې لاندې دغه خوشي کېدونکي طالبان حاجي مالي خان د والي خان زوی، عبدالرشید د محمد عمر زوی او انس د جلال الدین حقاني زوی دی.
بلخوا سرچینې وایي چې دغه بندیان په یوه ځانګړې الوتکې کې د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږدول شوي دي او دریو واړو ته د افغانستان لس کلن پاسپورټونه هم ورکړل شوي دي. سرچینې کاږي چې د دې مسئلې اصلي بحث او معامله د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې ده او افغان ولسمشر یې په ارګ کې یوازې د خوشي کولو اعلان وکړ. هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې افغان حکومت په ځلونو د انس حقاني د خوشي کولو هر ډول وړاندیز او پرېکړه رد کړې وه او په خبره یې، د دغو بندیانو خوشي کول د دوی لپاره سره کرښه ده، خو اوس یې د خپلو ټولو هوکړو او ژمنو پر خلاف دغه مهم طالب زندانیان ازاد کړي دي.
په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي چې د زندانیانو له ازادولو ملاتړ کوي. سفیر جان باس تېره ورځ د یادو دریو مهمو طالب زندانیانو د خوشي کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د ولسمشر غني دغه زړور ګام ستايي. د نوموړي په خبره، دا د سولې لپاره یو مهم ګام دی چې د افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په مانا دی. جان بس وایي، هیله لري چې په دې سره له طالبانو سره د افغان پوځ شته زندانیان او بهرني استادان ازاد کړل شي او د سولې راتګ ته لاره هواره شي.





























