ایرو ایشیا نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي چې روسیه په سیمه کې پراخ نفوذ لري او دغه راز په افغانستان کې له جنګېدونکو ډلو سره په اړیکه کې ده. سرچینه کاږي مسکو کولی شي د افغان سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي او په سیمه کې له خپل نفوذ په استفادې افغان جګړې ته د پای ټکی کېږدي. په مطلب کې راځي چې روسیه په سیمه کې یو قوي هېواد دی او ددې غوښتونکی دی چې د ناټو او امریکا ځواکونه له افغانستان ووځي او په شاوخوا کې یې روانې جګړې پای ته ورسېږي. سرچینه د افغان سولې په اړه د روسیې څو غونډو او کنفرانسونو ته هم اشاره کوي او وايي چې ددغه ډول هڅو دوام به ددې سبب شي چې افغان جګړه د مذاکراتو او خبرو پر مټ ختمه کړل شي.





























