د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا ویلي، سولې ته باید دواړه لوري لېوالتیا وښيي. نوموړي نن په کابل کې تر خونړي موټر بم برید وروسته پر خپل ټویټر لیکلي، ده فکر کاوه چې طالبان به د بندیانو خلاصون ته اوربند ته ورته کار باندې هرکلی ووایي، نه دا چې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي ووژني. هغه دغه راز زیاته کړې، سولې ته دواړه لوري باید لېوالتیا وښیي. په کابل کې نننی برید په داسې حال کې کېږي چې پرون افغان حکومت د انس حقاني په ګډون درې مهم طالب بندیان له بنده ازاد کړل او زیاته یې کړه چې دا بندیان یې په مشروط ډول خوشې کړي دي. د کابل ننني برید کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته خو تر اوسه یې پړه هیڅ کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.





























