په افغانستان کې ککړې هوا تر جګړې ډېر خلک وژلي دي. د یوې نړیوالې سروې د راپور پر بنسټ په افغانستان کې د ککړې هوا له امله هر کال زرګونه کسان مړه کېږي. راپور وایي چې په ۲۰۱۷ز کال کې په افغانستان کې ۲۶زره کسان یوازې د ککړې هوا له امله مړه شوي دي. دغه سروې چې د هوا د وضعیت د یوې نړیوالې څارونکې ډلې له لوري شوې وایي چې د افغانستان هوا په بېلو موسمونو کې وژونکې وي او د ککړتیا کچه یې لوړه ده. په دې سروې کې تر ټولو ککړه هوا د کابل ښار ښودل شوې چې نږدې شپږ میلیونه وګړي پکې ژوند کوي. بلخوا د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال عزت الله صدیقي وایي، چې ناسم ترانسپورتي خدمات، د اوبو رسولو سیستم نه موجودیت، د شنو ساحو نشتوالی او په ښارونو کې ډېره ګڼه ګوڼه د هوا د ککړتیا تر ټولو ستر لاملونه دي. کابل ښاروالي هم وایي چې دوی تر خپلې وسې د کابل ښار د پاک ساتلو په برخه کې هڅه کوي خو د ښاریانو نه همکاري ددې سبب شوې چې کابل ښار ورځ تر بلې ککړ شي او له دې اړخه صحي خطرات ډېر شي.





























