دیني عالمانو په کابل کې د یوې سترې غونډې پر مهال سولې ته د رسېدو په لارو چارو خبرې وکړې او خپل نظریات یې وړاندې کړل. دیني عالمانو دې ناستې ته د وینا پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د امریکا حضور بې ګټې دی، د امریکايي ځواکونو حضور دلته جګړه پېچلې کړې او ډېرې ستونزې يې پيدا کړې دي. دوی وايي چې په افغانستان کې نور باید د امریکا اشغال ختم شي او افغانان پرېښودل شي څو خپلو منځو کې خبرې وکړي. په اسلام آباد کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر زاخیلوال په افغانستان کې د امریکا حضور بې ګټې بولي او وايي چې متحده ایالات دې له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي او د افغانستان ملي حاکمیت او استقلال دې بېرته اعاده کړي.





























