د بهرنیو چارو وزارت د تېرې رهبرۍ لخوا د ګمارل شوو ډیپلوماتانو اسناد یو ځل بیا ارزول کېږي. د بهرنیو چارو وزارت معلومات ښيي چې بهرنيو هېوادونو کې داسې افغان ډیپلوماتان ګمارل شوي چې د ډیپلوماسۍ قوانینو او ډیپلوماتیکه ژبه باندې تسلط نه لري. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، چې ولسمشرغنې دا ځل غواړي د اقتصادي ډیپلوماسۍ په رامنځته کولو کې بهرنیو هېوادونو کې داسي کسان وګماري چې ډیپلوماسي قوانینو او د بهرنیو ژبو پوهه ولري. یو شمېر پخواني ډیپلوماتان هم د بهرنیو چارو وزارت یادې نیوکي منې او وایې ځیني ډیپلوماتان شته چې د ملې ګټو په ځای د بهرنیو هېوادونو اجنډاوې پلې کوي. بهرنیو چارو وزارت ځینو هېوادونو کې شاوخوا پنځه داسي ډیپلوماتان په ګوته کړي چې د تحصیلي اسنادو سطحه یې ټیټه او نه شي کولی د یو هېواد ښه استازوالی وکړي.





























