د عامې روغتیا وزارت اندېښنه ښيي چې د شکرې ناروغانو شمېر اوس تر بل هر وخت ډير دی. داسې انګیرنه وه چې د شکرې ناروغي یواځې د ډير عمر لرونکو خلکو کې وي، خو د روغتیا نړیوال سازمان معلومات ښيي چې کم عمره کسانو کې هم دا ناروغي شته. د روغتیا نړیوال سازمان ژمنه کړې چې د شکرې ناروغۍ په کنټرول کې به له افغانانو سره مرسته وکړي. په ټوله نړۍ کې ۴۲۲ میلیونه خلک په شکرې ناروغۍ اخته دي چې ۱۹۹ میلیونه یې ښځې جوړوي. د روغتیا نړیوال سازمان معلومات ښيي چې نړۍ کې هر کال یو اشاریه شپږ میلیونه خلک ددې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي .





























