د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي او روزي یې، ترڅو د داعش ډلې پر ضد پياوړې مبارزه وکړي. سټولټنبرګ پرون د داعش ډلې پرضد ائتلاف کې د شاملو ۳۰ هېوادونو د چارواکو په ګډون په واشنګټن کې په یوه غونډه کې وویل، ناټو او متحده ایالاتو هوکړه کړې چې د دوستو هېوادونو د پوځي ځواکونو د وړتیا لوړولو لپاره به هڅو ته دوام ورکوي، ترڅو د تروریزم پرضد مبارزه کې پیاوړي شي. د ناټو عمومي منشي د داعش ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي وژل کېدل یو مهم پرمختګ بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا ډله به هغه ځای بیا هېڅکله ترلاسه نه کړي چې په سوریه او عراق کې له ماتې وروسته یې په افغانستان کې ځان ته موندلی و. په همدې حال کې سټولټنبرګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم لیدلي او په افغانستان او عراق کې يې د تروریزم پرضد د مبارزې او روزنې په ماموریت خبرې کړې دي.





























