یوناما د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو د شورا دا تور رد کړ چې ګنې یوناما خپله بې طرفي نه ده رعایت کړې. د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو شورا په یوه لیک کې ویلي، یوناما د ځینو ځانګړو موضوعاتو په تړاو د خپلې بې طرفۍ په ساتلو کې پاتې راغلې ده. دې شورا تېره ورځ یوناما ته په استولي لیک کې ویلي چې ملګري ملتونه باید د خپلو ټاکل شوو اصولو له مخې په ملي او نړیوالو چارو کې خپله بې طرفي وساتي. په لیک کې ویل شوي، چې د کاندیدانو شورا وړاندې هم په شفاهي او کتبي ډول له یوناما غوښتي و چې د تېرو ټاکنو اعتبار او روڼوالی وارزوي. د کاندیدانو شورا دا لیک وروسته له دې ملګروملتو ته استولی چې ملګروملتو د تېرې چهارشنبې په ورځ یو وار بیا د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې د خپل یوه کمیشنر مولانا عبدالله تورونه په عادلانه ډول وڅېړي.





























