پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغانستان لپاره دسيمې د هيوادونو او روسيې په همکارۍ يوه داسې سياسی حل لاره غوره ده، چې په پای کې يې د بهرنيانو مسولانه وتلو ته زمينه برابره شي. حامد کرزي د والدای سره په مرکه کې ويلي، چې د بهرنيو ځواکونو وتل بايد د يوه پلان له مخې په تدريجي توګه ترسره شي. د حامد کرزي دا څرګندونې داسې مهال دي چې وړمه ورځ په کابل کې ګڼ شمېر دیني عالمانو یوې ناستې ته د وینا پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د امریکا حضور بې ګټې دی. دوی ویلي، چې په افغانستان کې نور باید د امریکا اشغال ختم شي او افغانان پرېښودل شي څو خپلو منځو کې خبرې وکړي.





























