امریکایي پوځي چارواکي وایي، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو پیل باید په افغانستان له سرتاسري اوربند سره مشروط شي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته امریکايي چارواکو ویلي، چې طالبان لا هم له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او له ژمنو سره سره یې په دې برخه کې عملي اقدام نه دی کړی. دغه ورځپاڼه وايي که له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پيلیږي، نو په ټول افغانستان کې سرتاسري اوربند باید د یوه شرط په توګه طالبانو ته وړاندې شي. ورځپاڼه وايي په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ د القاعده او داعش ډلې ګواښونه مخ په زیاتېدو دي او امریکا ته پکار ده چې له افغانستان څخه تر وتلو وړاندې ځان باوري کړي چې دغه جنګیالۍ ډلې بیا افغانستان ته نه راګري. واشنګټن پوسټ وايي د ټرمپ له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو تر ځنډېدو وروسته د سولې خبرو ته د طالبانو لېوالتیا زیاته شوې خو په دې برخه کې باید احتیاط وشي.





























