د روان کال له پیله تر دې دمه ترکیې تر ۲۲زره ډېر افغان کډوال له دغه هېواد را ایستلي دي. د کډوالو نړیوال سازمان وايي د ترکیې تر څنګ له نورو اروپايي هېوادونو هم سلګونه افغان کډوال ایستل شوي. دغه سازمان وایي، د روان کال له پیله تر دې دمه یوازې له ترکیې ۲۲ زره او ۲۷۵ افغان کډوال بېرته کابل ته لېږل شوي. له دې ډلې یوازې ۴۴۸ یې په خپله خوښه او پاتې نور ټول د ترکیې د حکومت له لوري په جبري توګه ایستل شوي دي. دغه ادارې ویلي چې ددې تر څنګ له څو نورو اروپايي هېوادونو هم ۱۶۳۲ افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږل شوي. دغه سازمان وایي چې دوی په خپله خوښه له تللو کډوالو سره تر خپلې وسې مرسته او همکاري کړې ده. د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت بیا وايي چې تر ۲۵ زره پورې کډوال له ترکیې بېرته افغانستان رالېږل شوي.