په افغانستان کې شته داعشیان یوازې یوه هېواد ته نه بلکې ټولې سیمې ته خطر دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د هند له انډیا ټوډې سره په تازه مرکه کې ویلي د سیمې ټول هېوادونه باید په افغانستان کې دداعش ډلې په ختمولو کې همکاري وکړي. دده په خبره دمګړی له هند، روسیې، چین او پاکستان سره خبرې روانې دي څو ددغه پدېدې پر وړاندې مبارزه کې ګډه همکاري ډېره ښي. جواد ظریف وايي په افغانستان کې لا هم داسې ځایونه شته چې داعش ډله پکې فعالیت کوي او د فعالیتونو پراختیا یې د سیمې په زیان ده. ظریف وايي د عراق او سوریې ماتې خوړلي داعشیان په افغانستان کې ځانونه ځای پر ځای کوي او باید پر وړاندې یې پر وخت اقدامات وشي. جواد ظریف داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ملي دفاع وزارت په تازه اعلامیه کې ویلي، چې په وروستیو ورځو کې ۶۱۳ داعشیان په ننګرهار کې ورته تسلیم شوي دي.





























