د کابل په قره باغ ولسوالي کې د لویي څارنوالۍ دوه کارکوونکي وژل شوي دي. لویه څارنوالي وایي دا دوه څارنوالان نن د کابل ولایت په قره باغ ولسوالي کې په یوه ترهګریزه پېښه کې وژل شوي دي. د یادې ادارې ویاند جمشید رسولي ویلي، د لویې څارنوالۍ څلور کارکوونکي چې له قره باغ ولسوالۍ نه د کابل ښار پر لورې خپلې دندې ته د راتلو په حال کې د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ورباندې برید شوی دی چې له امله یې دوه تنه څارنوالان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. تر اوسه د پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.





























