امریکا تر دې دمه د سولې په اړه له افغان حکومت سره هېڅ ډول رسمي اسناد نه دي شریک کړي. د ولسمشر غني مېرمنې رولا غني په امریکا کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، دوی ډېر وروسته خبر شول چې امریکا غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. د رولا غني په خبره سره له دې چې خلیلزاد وخت ناوخت د سولې په اړه له ولسمشر غني سره ګوري خو تر دې دمه یې د سولې د مذاکراتو په اړه هېڅ راز اسناد له افغان حکومت سره نه دي شریک کړي. د نوموړې په وینا خلیلزاد یوازې په شفاهي توګه مسایل مطرح کوي او داسې څه چې د کاغذ پرمخ او باوري وي له افغان حکومت سره نه دي شریک شوي. نوموړې افغان سوله پېچلې مسئله بللې ده او په وینا یې دوی له طالبانو سره د سولې او مذاکرې غوښتونکې دي خو ددغه ډلې ځینې غوښتنې ورته د منلو نه دي.





























