د عامې روغتیا وزارت وايي چې هر کال په اوسط ډول ۱۵۰۰ کسان په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله وژل کېږي. بلخوا ملګرو ملتونو د ترافیکي پېښو د قربانیانو د ورځې نمانځې په مناسبت ویلي چې د نړۍ هېوادونه دې ترافیکي مسایلو او د سړکونو خوندیتابه ته جدي پاملرنه وکړي. د عامې روغتیا وزارت بیا بي بي سي پښتو ته ویلي چې په تېرو لسو کلونو کې په اوسط ډول هر کال ۱۵۰۰ کسان د ترافیکي پېښو له امله مړه شوي. د سرچینې په خبره روان کال تر دې دمه، په افغانستان کې تر څلورو زرو ترافیکي پېښې شوې دي، چې شل زره کسان پکې مړه شوي او ۱۹ نیم زره نور ژوبل شوي دي. ترانسپورت وزارت بیا وايي چې دوی د سړکونو او لویو لارو د خوندیتوب لپاره هڅې پیل کړې دي او هیله لري چې په دې برخه کې پرمختګ وشي. په هېواد کې د ترافیکي پېښو تر ټولو ستر لاملونه د سړکونو خرابوالی، د زړو موټرونو کارول او د ترافیکي قوانین نه مراعاتول ښودل شوي دي.





























