په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم تایید کړې ده چې د طالب بندیانو تبادله ځنډېدلې ده. نوموړي پر خپل ټویټر، د طالبانو د درې زندانیانو د خوشې کولو په اړه د ولسمشر غني د پرېکړې او دغه راز په کابل او لوګر کې له بریدونو وروسته د هغوی د لېږد د بیا ارزونې هرکلی کړی دی. جان بس ویلي، د سولې رامنځته کولو لپاره موجوده شرایط باید په کره ډول وارزول شي. نوموړي زیاته کړې امریکا به د سولې راتلونکو پړاوونو په اړه له خپل ستراتیژیک ملګري سره یو ځای له نږدې کار کوي. بلخوا قطر ته د افغان سیاستوالو تللي پلاوي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د امریکایي پوهنتون استادانو او طالب زندانیانو د تبادلې د ځنډېدو علت د امریکا له لوري د تازه شرایطو وړاندې کول دي. دې پلاوي ویلي، امریکایي لوري د اوربند او بین الافغاني خبرو شرط وړاندې کړی دی خو طالبانو نه دی منلی.





























