ولسمشر غني یو ځل بیا ویلي چې هڅه کوي افغانستان د سیمې پر اقتصادي څلور لارې بدل کړي. نوموړي دا خبرې په ارګ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي له مرستیال کانسوکي نګاوکا سره په لیدنه کې کړې دي. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني ویلي، سوله د افغانانو غوښتنه او د دولت مهم لومړیتوب دی او افغانستان هغه وخت پایداره سولې ته رسېدلی شي چې د دې پروسې مشري او مالکیت د افغانانو په لاس کې وي. هغه زیاته کړې په دې اړه له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره سلا مشورې کوي. نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي. ولسمشر غني دغه راز ویلي، دوی هڅه کوي افغانستان د سیمې پر اقتصادي څلور لارې بدل کړي. کانسوکي هم د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کړی دی او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې د افغان حکومت او افغانانو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.





























