د اوبو او انرژۍ وزارت ويلي، په نږدې راتلونکي کې به په ۱۵ ولایتونو کې د اوبو د ۵۸ بندونو د جوړېدو چارې پیل شي.
د دغه وزارت ویاندې مژدې بهنود ویلي، د دغو بندونو ټول لګښت ۲۲۷ میلیونه افغانۍ کېږي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې جوړېږي.
هغې زیاته کړې: «د چیک ډیمونو له جوړېدو هدف له موسمي سیلابونو نه مخنیوی، د اوبو سم مدیریت، د مځکې لاندې اوبو سطحې لوړوالی، کرنیزو او څښاک د اوبو چمتووالی او له ۱۳ زره هکتاره نه زیاته ځمکه تر اوبو لاندې کېږي».
د دغه وزارت د چارواکو په خبره، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د ۳۳۴ نورو بندونو د تړونونو چارې هم چې ۵۶ میلیونه امریکايي ډالره لګښت پرې راځي، هم وروستۍ شي.
د یاد وزارت ویانده زیاتوي، د دغو بندونو د جوړولو لګښت ټول له دولتي بودیجې ورکول کېږي او سلګونو خلکو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.