د داعش د ختمولو په اړه حکومت او طالبان ضدې او نقیضې څرګندونې کوي. طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی وسله والو د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د داعش ضد پراخ عملیات پيل کړي وو او دغه ډله یې له پښو غورځولې ده. خو طالبان دا هم وایي چې حکومتي ځواکونو ډېری دغه وسله وال د دوی له محاصرې ژغورلي او خپلو اډو ته یې لېږدولي دي. بلخوا افغان حکومت بیا وایي چې د دوی نظامي فشارونو او سختو عملیاتو د داعش رېښې ختمې کړې او دغه ډله یې له پښو وغورځوله. د ننګرهار والي وایي چې په تېرو ورځو کې تر ۷ سوه ډېر داعشیان حکومت ته تسلیم شوي دي. خو طالبان بیا ادعا کوي چې دغه ډله دوی ماته کړې ده او وسله وال یې د طالبانو له محاصرې په تېښته دي. تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر او ولسمشر غني ویلي وو چې د داعش رېښې به وباسي او دغه ډله به نه یوازې په ننګرهار بلکې په ټولو ختیځو ولایتونو کې ماتوي.





























