نیوزلنډ وايي په افغانستان کې ددوی په ماموریت کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د نوي زیلانډ لومړۍ وزیره جسیندا آندرن وايي، ددوی سرتېرو په افغانستان کې هېڅ وخت د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې لاس نه دی لرلی او نه هم په دې تړاو د کومې پېښې مسوولیت پر اوږو لري. په دې وروستیو کې یوه تحقیقاتي مرکز په یوه راپور کې ویلي چې د نوي زیلانډ سرتېرو له خپلو مرکزونو تر وتلو وروسته په سیمه کې ناچاودي توکي او مهمات پرې اېښي چې پر ملکي وګړو یې چاودنه کړې ده او تلفات یې اړولي دي. په راپور کې راځي چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې ۱۷ ملکیان ددغه موادو له امله وژل شوي. خو د نوي زیلاند لومړۍ وزیره وایي دوی په دې اړه خپلې څېړنې بشپړوي خو په خبره یې دوی د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره ټول اقدامات په پام کې نیولي وو او د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هېڅ دخالت نه لري.





























