په کابل کې د یوه ځانمرګي برید له امله د ملي اردو څلور سرتېري ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې ځانمرګي بریدګر په پلچرخي سیمه کې د نظامي روزنې د مرکز مخې ته په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده. د کورنیو چارو وزارت وايي چې په پېښه کې د ملي اردو څلور سرتېر ټپیان شوي دي. ددغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې د پېښې پوره جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.





























